حديث شریف
مارچ 08, 2024
0
ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ راته وفرمایل: ابو ذره! ستا په فکر د مال ډېرښت شتمني ده؟ مال، هو. هغه وفرمایل: او ستا په فکر د مال کمښت فقر ده؟ مال، هو، یا رسول الله. هغه راته وفرمایل: بې شکه غنیٰ او شتمنتون د زړه ده او فقر هم د زړه ده. عن أبي ذر رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال له : يا أبا ذر : أترى كثرة المال هو الغنى ؟ قلت: نعم. قال : وترى قِلة المال هو الفقر ؟ قلت: نعم يا رسول الله. قال: إنما الغنى غنى القلب والفقر فقر القلب. رواه الحاكم وابن حبان
موږ هم فکر کوو چې څوک ډېرې پیسې لري هغه شتمن دی او چې نې لري هغه غریب دی. خو اصلي خبره د زړه ده، د زړه وږی او د زړه فقیر د ګردې نړۍ پیسې نه شي مړولی او د زړه موړ او د زړه شتمن په کمو پیسو مړېږي. الله دې رحم وکړي موږ ټول د زړونو فقیران یو او د هر سړي په خوله د "هل من مزید" چیغه ده.
