روژه په اسلام او ساینس کي (7)

Qari Rahimi 786
0
روژه په اسلام او ساینس کي (7) لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر د پېشلمي فضيلت: ۱۵: ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: تسحروا فان السحور برکة. )) أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۲۲)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۵). حضرت انس رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمی کوئ دا ځکه چي په پېشلمي کي برکت دی۔ ۱۶: وروی مسلم عن عمرو قال:: فصل ما بین صیامنا و صیام أهل الکتاب أکلة السحر. )) رواه مسلم أخرجه مسلم في الصيام (۱۰۹۶). عمرو بن العاص رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي زموږ او د اهل کتابو تر مینځ توپیر پېشلمی دی۔ د روژې په ماتولو کي تلوار کول: ۱۷: عن سهل بن سعد رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((لا يزال الناس بخير ما عجَّلوا الفطر))أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۵۷)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۸). حضرت سهل رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه و فرمایل: هر څومره چي خلک په روژه مات کي تلوار کوي په هغه اندازه ئې خیر دی۔ ۱۸: و روی احمد وغیره فی الحدیث القدسی عن الله عز وجل قال: ان احب عبادي الی اعجلهم فطراً). (ترمذی، مشکوة شریف) حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي په بندګانو کي و ماته تر ټولو محبوب هغه څوک دی چي تر ټولو ژر روژه مات کړي۔ روژه مات په خرما او په اوبو سره: ۱۹: فقد اخرج ابوداؤد وغیره مرفوعاً (اذا افطر احدکم فلیفطر علی تمر فانه برکة فان لم یجد فالماء فانه طهور. (رواه ابوداؤد،ترمذی، مشکوة شریف) حضرت سلمان بن عامر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل کله چي یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړي نو په خرما سره دي روژه ماته کړی، دا ځکه چي د برکت سبب دی؛ که چيری خرما نه وه نو په اوبو سره دي ماته کړي دا ځکه چي دا پاکې ده۔ د روژه مات ثواب: ۲۰: عن زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من فطر صائما کان له مثل اجره غیر انه لاینقض من اجره الصائم شیئا . )) رواه أحمد وأصحاب السنن واللفظ للترمذي وقال الترمذي: "هذا حديث حسن صحيح"، وصححه ابن حبان (۳۴۲۹)، وهو في صحيح الترمذي (۶۴۷). ژباړه: حضرت زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: کوم څوک چي د روژه دار روژه مات برابر کړي نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږي لکه د روژه نیونکي او له د روژه نیونکي ثواب هم نه کمیږي.۔ د روژې په حالت کي د ناوړو کارونو څخه ځان ژغورل: ۲۱: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: (من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه) البخاري (۱۸۰۴) ژباړه: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل کوم څوک چي په روژه کي ناروا خبرې کوي او دا عمل نه پرېږدي نو الله جل جلاله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته کومه اړتیا نلري۔ https://youtu.be/smqJ6Admf-s?si=edtlLZtdMa5N2hVI

ایک تبصرہ شائع کریں

0تبصرے

ایک تبصرہ شائع کریں (0)