روژه په اسلام او ساینس کي
مارچ 11, 2024
0
روژه په اسلام او ساینس کي (۱)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
الحمدلله ثم الحمد لله!! چي د روژې مبارکه میاشت په خیر راورسېده، ځکه چي دا د عبادت میاشت ده، د رحمت میاشت ده، د مغفرت میاشت ده، د لذت میاشت ده، د عفت میاشت ده، د زړه د پاکوالي میاشت ده، جنت ته د دخول میاشت ده، له جهنم څخه د خروج میاشت ده، د خواخوږۍ میاشت ده، د صبر او ترحم میاشت ده، د مسکینانو، فقیرانو او بې وزلو سره د همدردۍ میاشت ده، د نفس د کنترول میاشت ده او ددې ټولو ښېګڼو سره، سره روژه د پوره روغتیا او صحت ضمانت هم کوي، روژه فشار(Blood Presure) کنترولوي، شکره(Sugar) برابروي، کولسترول له منځه وړي، د بدن عصبي نظام برابر او ترمیموي، د وینې سره کُرویات زیات او برابروي، د معدې د ټولو ناخوالو لپاره یوه ښه اغیزمنه درملنه ده، د سترګو دید زیاتوي، د انسان د روح غذا او د خوښۍ سبب ګرځي، روژه علاوه له بدني او ظاهري ګټو څخه، د انسان د روح مکمله درملنه هم کوي او ټولي روحي ناروغۍ له منځه وړي.
الله جل جلاله چي کوم احکام او تعلیمات د انسانانو لپاره رالیږلي دي، په هغو ټولو کي، له اُخروي ګټو څخه علاوه، دُنیوي او ظاهري ګټي هم لري، اوس د ساینس له برکته هر څه برملا او ښکاره دي، صرف پر سجدې باندي مکمل یو کتاب لیکل شوی دی، دا چي د اسلام په ټولو اوامرو کي ضرور ګټي نغښتي دي، نو له همدې کبله اوس ساینس پوهان که هغه مذهبي کسان دي او که غیر مذهبي، خو د اسلام پر هر فعل ا و قول باندي څیړنې کوي، دا ځکه دوی پوهیږي چي د اسلام په هر امر کيضرور ګټې پکښې دي خو دا ګټې یې باید جوتې کړو، پر لمانځه، روژې، اوداسه، حج ، حلال ، حرامو او نورو.... باندي د نړیوالو ساینس پوهانو له لورې، په وار وار سره، تفصیلي څیړنې شوي دي؛ له دې څخه علاوه هغه څه چي اسلام حرام ګرځولي دي، پرهغو باندي یې هم څیړنې کړي دي، دا ځکه ساینس پوهان په دې ګروه دي، چي کوم شی چي اسلام حرام ګرځولی دی، هغه ضرور نقصانونه لري لکه: شراب، زنا،لواطت، قمار، وینه خوړل، د خنزیر غوښه او داسی نور...
دکائناتودپنځونکي په هرحکم اونهی کي زښته اُخروي اودُنیاوې ښې ګڼې اونیکمرغۍ نغښي دي، په واقعیت کي په یوه سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم باندي څېړنه اولیکنه کول دیوه انسان په ټول عمرکي ناشونې ده، اودیوه بشرله وس اوتوان څخه یووتلی کاراوناشونی تصور دئ،پاته دي نه وي چي که دالیکنه ډېره نه اوږدېدلای نومابه دالله جل جلاله په پوره فضل سره دقرآنکریم اوحدیث نبوی صلی الله علیه وسلم په هرحکم باندي ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلي وای اومعلومات به مي راټول کړی وای ، اوس ددې لیکنواوڅېړنولیوالتیادومره ډېره اوپه لوړګراف کي ده چي دفکرڅخه لوړه ده؛ زښته ډېرې داسلام ددین شغلې مخ په وړاندي ځي اودقرآنکریم دهدایت نوردځمکې دکُرې وهرې زاوې، لوړواوژورو ته رسېدلي دي۔
دایومنلی او کوټلی نړیوال حقیقت دئ چي داسلام مبارک دین دپوره ښې ګڼواودژواک(ژوند) دښکلوملغلروڅخه ډک دئ، تاریخ ګواه دئ چي اسلام بشریت دټولوظاهری اوباطنی بدبختیودچرخاب څخه دسوکالۍ اومینې وساحل ته سوق کوي؛ په هروخت کي ئې دټوله انسانیت دهیلوغوټۍ ورغوړولې دي، دتورتم اوجهل دکرغېړنوتاریکیوڅخه یې ژغورلی دی اوراایستلی یې دی اودهدایت اولارښونې څرک ئې وربخښلی دی۔
نور بیا...

