د روژې اصلي مقصد څه دی

Qari Rahimi 786
0
د روژې اصلي مقصد څه دی؟ ډیری خلک داسې فکر کوي چې الله تعالی روژه د دې لپاره په مونږ فرض کړې چې د فقرا له حال څخه خبر شو او یا موړ د وږي له حال څخه خبر شي، کیدای شي دا یې د مقصد یوه برخه وي، لکن اصلي مقصد یې دا ندی، اصلي مقصد یې د قران د بقره سورت په (۱۸۳) ایت کې الله تعالی بیان کړی: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ “. ژباړه: اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، پر تاسو روژه فرض شوې ده، لكه څنګه چې له تاسو څخه په مخكنيو كسانو فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ. دې مبارک ایت کې مهم ټکی لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ دی چې روژه مونږ د دې لپاره نیسو چې تقوا لاسته راوړو، اوس پوښته دا ده چې تقوا څه ته وایي؟ همدغه پوښتنه حضرت عمر ابن خطاب (رض) له اُبَیَّه ابن کعب څخه وکړه چې تقوا څه ده؟ هغه مبارک ورته وفرمایل: که چیرې ته په یوه لاره کې روان یې او هغه لاره کې ازغي هم وي، نو ته څنګه له هغه لارې تیریږې؟ عمر ابن خطاب (رض) ځواب ورکړ چې زه حتماً خپلې جامې او ځان راټولوم او بیا تیرېږم. اُبَیَّه ابن کعب بیرته په ځواب کې ورته فرمایي چې همدغه تقوا ده. نو په اوسني عصر کې چې هرې خواته فتنه خپره ده، لکه د سترګو فتنه، د لاس فتنه، د خولې فتنه، د پښو فتنه او امثالهم، که مونږ له همدغو ټولو فتنو څخه ځان راټول کړ او د اسلام په لاره مو ځان برابر کړ، نو همدغه تقوا ده. او د تقوا لغوي مانا دا ده چې چا سره د الله تعالی یره (ډار) وي، او د یرې مانا دا هم نده چې الله تعالی به مونږ جهنم کې واچوي؛ د بیلګې په توګه ګه ځینې وخت پر مونږ ناوخته شوي وي او هڅه کوو چې عاجل ځان کور ته ورسوو، ځکه چې مونږ سره یره وي چې زمونږ مور خفه نشي او مونږ یې د خفګان لأمل ونګرځو، نو دغه یره د مینې او محبت وي، نو د الله تعالی څخه یره هم په همدې مانا ده چې الله تعالی نباید له مونږ څخه خفه او ناراضه شي. رسول (ص) فرمایلي دي: “که څوک له هغه څیزونو څخه ځان ساتي چې الله تعالی حرام کړي دي، د هغه زړه کې به الله تعالی د ایمان خوږوالۍ واچوي”. که چیرې د یوې ګناه زمینه مونږ ته مساعده شي او مونږ له دې ګناه څخه ډډه وکړو چې خدای مکړه الله تعالی له مونږ څخه ناراضه او یا له مونږ څخه خفه نشي، او بیا وروسته خوشحاله یو چې الحمدلله له ګناه څخه مو ډډه وکړه، نو دغه ته د ایمان خوږوالۍ وایي او تقوا هم ورته وایي، او دا خوږوالۍ تل نه وي، یواځې هغه وخت کې وي چې مونږ له حرام څخه ځان راټول کړو. نو روژه د دې لپاره ده چې مونږ متقیان شو، الله تعالی څخه وډار شو، له الله تعالی سره مینه وکړو، د الله تعالی حکمونه ومنو، کوم څه چې الله تعالی حرام کړی، مونږ هم حرام ورته ووایو، څه یې چې حلال کړي، هغه ځان ته نیږدې کړو او له هر ناروا کار څخه ځان وژغورو او د اسلام لارې ته راشو.

ایک تبصرہ شائع کریں

0تبصرے

ایک تبصرہ شائع کریں (0)